1. الرئيسية
  2. التصنيفات
  3. عقیده

حديث ملايکې هغه کور ته نه ننوځي چې سپی یا انځور پکې وي

عَنْ أَبِي طَلْحَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لاَ تَدْخُلُ المَلاَئِكَةُ بَيْتًا فِيهِ كَلْبٌ وَلاَ صُورَةٌ».

له ابو طلحة رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«ملايکې هغه کور ته نه ننوځي چې سپی یا انځور پکې وي».

صحيح دی متفق علیه دی صحيح البخاري - 3322

المعنى الإجمالي

رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې هغه کور ته د رحمت ملايکې نه ننوځي چې سپی او د ساه لرونکو انځور پکې وي؛ ځکه چې د ساه لرونکو انځورول ګناه او ناوړه عمل دی، او پدې کې د الله تعالی د مخلوقاتو سره ورته والی او د شرک یوه وسیله ده، او ځینې یې د هغه څه انځور دی چې له الله تعالی پرته یې عبادت کیږي، او له هغه کور څخه یې منع فرمایل چې سپی پکې وي، ځکه چې (سپی) ډېر نجاستونه خوري، او ځینو ته یې شیطان ویل شوی؛ او ملايکې د شیطانانو ضد دي. او ځکه چې سپی بد بوی لري؛ او ملايکې بد بوی نه خوښوي، او بل دا چې له ساتلو یې منع راغلې؛ نو په ساتلو سره د رحمت د ملاېکو له راننوتلو، په کور کې یې د ملاېکو لخوا لمونځ کولو، د ده لپاره د بخښنې غوښتلو، د کور برکتي کولو او د شیطانانو د ضررونو له دفع کولو څخه محروم شو.

من فوائد الحديث

  1. د ښکار، رمې او کروندې ساتلو پرته د سپي ساتل حرام دي.
  2. عکسونه اخیستل یو له ناوړه کارونو څخه دی چې ملائکې ترې کرکه کوي، او په یو ځای کې یې شتون له رحمت څخه د محرومېدو لامل ګرځي او دا ډول (حکم) د سپي هم دی.
  3. کوم کور کې چې سپی او انځور وي او ملايکې نه ورځي هغه د رحمت ملايکې دي، او کومې چې ساتونکي (حفظه) ملايکې او داسې نورې دي چې دندې لري لکه ملک الموت نو هغوی هر کور ته ننوځي.
  4. په دیوالونو او نورو ځایونو د ساه لرونکو عکسونو ځړول حرام دي.
  5. خطابي رحمه الله فرمايلي: او یقینا چې ملايکې هغه کور ته نه داخليږي چي سپي يا انځور پکې وي؛ البته هغه سپی چې ساتل یې حرام دي او حرام انځورونه، او کوم چې حرام نه دي لکه: د ښکار، کروندې او رمې سپی، او هغه انځورونه چې په غالۍ، بالښتونو او نورو شیانو کې کارول کیږي، نو هغو کورونو ته ملایکې له ننوتلو منع نه دي.

عرض الترجمات

53 اللغة
EN English الإنجليزية
UR اردو الأوردية
ES Español الإسبانية
ID Indonesia الإندونيسية
UG ئۇيغۇرچە الأيغورية
BN বাংলা البنغالية
TR Türkçe التركية
RU Русский الروسية
BS Bosanski البوسنية
SI සිංහල السنهالية
HI हिन्दी الهندية
ZH 中文 الصينية
FA فارسی الفارسية
VI Tiếng Việt الفيتنامية
TL Tagalog تجالوج
KU Kurdî الكردية
HA Hausa الهوسا
PT Português البرتغالية
ML മലയാളം المليالم
TE తెలుగు التلغو
SW Kiswahili السواحيلية
TA தமிழ் التاميلية
MY မြန်မာ البورمية
TH ไทย التايلندية
DE Deutsch الألمانية
AS অসমীয়া الأسامية
SQ Shqip الألبانية
SV Svenska السويدية
AM አማርኛ الأمهرية
NL Nederlands الهولندية
GU ગુજરાતી الغوجاراتية
KY Кыргызча القيرقيزية
NE नेपाली النيبالية
LT Lietuvių الليتوانية
PRS دری الدرية
SR Српски الصربية
TG тоҷикӣ الطاجيكية
RW Kinyarwanda الكينياروندا
RO Română الرومانية
HU Magyar المجرية
CS Čeština التشيكية
MOS Moore الموري
MG Malagasy المالاجاشية
OM Oromoo الأورومو
KN ಕನ್ನಡ الكانادا
WO Wolof الولوف
AZ Azərbaycan الأذربيجانية
UK Українська الأوكرانية
KA ქართული الجورجية
MK Македонски المقدونية
KM ភាសាខ្មែរ الخميرية
PA ਪੰਜਾਬੀ البنجابية
MR मराठी الماراثية